Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د رزمک څلور نرخیان

په وزیرو کي وايي چي د دوزیرو نرخ د رزمک څلورو نرخیانو د شاه جهان (۱۰۳۷ ـ ۱۰۶۸ هـ ق) په وخت کي ایښي دي . دا څلور نرخیان داکسان وو. ۱ـ کاجي: کابل خېل اتمانزي وزیر د مرغې اوسېدونکي. ۲ـ راجي: جاني خېل اتمانزي وزیر د بنو اوسېدونکي. ۳ـ زوبیره : ممیت خېل اتمانزي وزیر د زیات خدر خېل. ۴ـ شکندر: توري خېل اتمانزي وزیر د رزمک اوسېدونکي(۱) په وزیرو کي چي ډېره مهمه جرګه کیږي، نو په رزمک کي را ټولیږي او هلته د رزمک د څلورو نرخیانو په نرخ پرېکړه کوي. د رزمک د څلورو نرخیانو په نرخ نه یوازي وزیرو بلکه مسود، د وړاوسېدونکي د خپلو جرګو فیصلې کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]