Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د خونبها په مقابل کي د ښځو د ورکړي اندازه

که د خونبها په مقابل کي ښځه ورکول کیږي، نو ولورد خونبها څخه ایستل کیږي او باقي پیسې ورکول کیږي. په دې اړه کي د (ګوت لکۍ) په برخه کي د ولور دوې برخي او د (روڼي) په مقابل کي د ولور دريېمه برخه ایستل کیږي او نوره خونبهانقده ورکول کیږي (۱) دا دود چي د قتل په پېښه کي ښځي ورکوي یو هدف: ا دوی چي دښمني د دوستۍ دا عادي حالت ته راولي. ولور کله د طرفینو په مصلحت ټاکل کیږي او کله دا اختیار دريېمانو ته ورکول کیږي. په دغسي مورد کي د سپین پایڅې (د س په ردیف کي سپین پایڅې وګورئ) رسم پر ځای کېدای نه سي، بلکه واده به په ډول او سرنا وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]