په تېغ هم لوړه کیږي، دانو د توري څخه نیولې تر چړې پوري هر څه چي وي په هغه قسم ورکول کیږي. څوک په ناحقه د تېغ لوړه نه کوي او که چیري يې په دروغو دغه لوړه وکړه، نو سربېره پر دې چي په هغه خپله قضیه کي تعقبیږي د توري د سپکاوي په نامه هم ناغه ځیني اخیستل کیږي . تېغ ته قبیلوي خلک په تقدس قایل دئ او څوک دا حق هم نه لري چي بې ضرورته د خپل مطلب د اثبات له پاره په تېغ لوړه وکړي او که څوک دغسي کار وکړي، نو د تېغ د شرم په نامه یو څه ځني اخیستل کیږي . په تېغ کي توره د اصلي تېغ په حیث ځای لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]