د مړي (قتل) او مځکي په دعوه کي منکر ته اووه قسمه ور کول کيږي. دا اووه قسمه به هغه کسان اخلي، چي د منکر سره ئې د ورمېږ وينه شريکه وي. دې ته اووه سره پرېکول وايي. کله چي يو سړی د بل په مځکه دعوه وکړي، د هغه مساله مرکې ته لويږي او مرکه د منکر څخه د اووه سره پرېکولو لوړه غواړي. په اووه سره کي تره او تربرونه شامل دي او کېدای سي چي د پلرينی تور هغه غړی چي د ويني په رابطه خپلوي ور سره ولري، په شاهدي کي تېر کړي. په دغسي لوړه کي ښځو ته ځای نه ور کول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]