Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خول خون

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خوله کږول

هغه بې وسه سړی چي په بدي اخته سي او د بدۍ توان و نه لري، نو د مرستي دپاره د خپل خېل او قبيلې نورو ته مراجعه کوي، دې ته نو خوله کږول وايي. کله چي کوم څوک دغسي کار وکړي، نو وايي چي خوله ئې کږه کړه، د هغه سره حتماً مرسته کيږي او وايي: (پلانکي خوله کږه کړه او خپل کام ئې په پله ودرېدئ). په عام ډول خوله کږول د قبيلوي غرور څخه ليري کار بلل کيږي، نو ځکه داسي کار په ندرت کيږي او که څوک داسي کار کوي، د هغه له قبيلوي عزت څخه کمی راځي. ډېر ځايه چي چا خوله کږه کړې وي، نو هغه په خپل کار کي بريالی سوی هم نه وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]