Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خول خون

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خوله

خوله د خبري او ژبي سره يو مفهوم لري. وايي: (خوله ئې را سره کړې ده)، يعني وعده ئې را سره کړې ده. د خولې څخه ګرځېدل د مېړاني طريقه نه ده، څوک چي خوله کوي بيا نه ترې ګرځي. د خولې سره لکه د ژبي او خبري سره چي د ښه او بد کلمات ملګري کيږي، هم راځي. مثلاً وايي: (پلانکی د بدي خولې خاوند دئ). (په مرکه او جرګه کي بايد خوله سمه وښوروي)، يعني سمي خبري وکړي. په مجازي ډول خوله د خبرو معنا هم ور کوي، مثلاً وايي: (پلانکي په مرکه کي خوله نه ښوروله)، يعني خبري ئې نه کولې. (يا ئې خوله چابکه، چابکه ښوروله)، يعني چي ژر، ژر ئې خبري کولې. د خولې د ښورېدو د مرکې يادونه چي کيږي، مو معنا ئې دا ده، چي هغه مرکه چي دواړي خواوي خبري پکښي کولای سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]