Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
جول جوړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

جولا

جولا کليوال اودونکی (اوبدونکی) دئ. په قبيلوي ساحه کي د جولا موقف د پښ او چچګر سره يو شی دئ. د قبيلې عام خلک د جولاګانو سره د واده دوستۍ نه کوي. د جت او جولا نوم يو ځای ياديږي. جولاګان خپل تر منځ ځانته دود او دستور لري. استاد پوهاند رشاد وايي: ځيني پښتانه ئې دوړ هم بولي. نوموړي دا متل هم راته ياداښت کړی دئ: (جولا سوی نه يې، بيا نېچې غلا کوې). جولاګان هم د بلي سيمي د قبيلو څخه وي او رنګونه ئې هم د قبيلو د خلکو سره توپير لري. په قبيلوي اشرافيت کي دا د يو قبيلوي سړي پر شان تېری ګڼل کيږي، چي هغه ته د جولا خطاب وسي. جولاګان خامتا اوبدي او د هلمند په تاګرش کي د کېږدۍ دپاره تاګۍ اودل د دوی کار دئ. د دوی سره په پېښو کي جرګه او مرکه نه کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]