Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
جما جمع

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

جمع (جمه)

د ځدراڼو په اصطلاح کي جمع يا جمه د جوړي او روغي ټولني ته وايي. هغه ټولنه چي د پرېکړي په منظور جوړيږي، هغه جمع بولي. جمع د جرګې او مرکې په مفهوم هم اخلي، خو دا کلمه محلي رنګ لري او هر څه چي جرګه او مرکه ده، هغه عمومي کلمه ده، چي د پښتني قبيلو په ټولو سيمو کي رواج لري. په لوېديځو قبيلو کي دغسي مرکې يا جمع ته مجلس وايي. جمه يا جمع د متخاصمو خواوو په غوښتنه جوړيږي او زياتره مذهبي نماينده هم پکښي شامل وي. په عمومي ډول د جمع څخه دا مفهوم ډېر اخيستل کيږي، چي د جرګې يا مرکې لومړني مقدمات برابر سي. د مرکې او جرګې غونډي ته د جمع نوم ور کول سوی دئ. دا کلمه د دري‌خېل عبدالله خان څخه اورېدل سوې او اخيسته سوې ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]