Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
انع

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

انعام خواره

د شيخ ملي د مځکو وېش چي په مامندو کي وسو، نو د دې وېش دپاره د مغلو په وخت کي بيا د انګلېسيانو د تسلط په وخت کي د ماتېدو کوښښ وسو، خو مامندو دغه عنعنه پرې نه ښووله او مځکي به په ټاکلو وختونو کي سره وېشل کېدلې، ولي يو شمېر خلکو ته چي د حکومت له خوا په دايمي ډول دلته مځکي ور کول سوې، هغه انعام خواره وبلل سوه. دا هغه جاګيرونه وه، چي د عمومي وېش د سيسټم د ورانېدلو له پاره د يوه لوی غرض له مخي حکومت خپلو طرفدارانو ته ور کول، خو په عکس العمل کي قبيلو دا خلک په کرکه کتل او د انعام خورو نوم په خپله دا ښيي، چي دوی د يوه نامشروع خدمت په مقابل کي دا انعام اخيستی وو.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]