Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې
ټک ټک ټکر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ټکری اخيستل

ټکری اخيستل يو تعاملي حق دئ، خو په دې شرط چي مابعد مراتب ئې په ننواتي سره سرته ورسيږي. کوم سړی چي د بې مېړه پېغلي ټکری واخلي، هغه بايد ننواتی د پېغلي پلار ته ور کړي او هغه ولور هم بايد تاديه کړي، چي د پېغلي پلار ئې ټاکي. په دې ځای کي ټکری اخيستونکی حق نه لري، چي د هر څومره هغه ولور څخه چي د پيغلي پلار ئې ټاکي، نټه وکړي او که دا کار وکړي، نو دی مجرم دئ او بيا بايد د بدۍ تاوان ته تيار سي. په عامه اصطلاح کي ټکری اخيستل د ږغ کولو سره چي د کندهار او هلمند په خلکو کي ناره ورته وايي، څه توپير نه لري. صرف ناره په عمومي ډول د ښځي له خوا پر نر ږغ کوي دي، خو په ختيځو قبيلو کي نارينه چي هم پر ښځه ږغ وکړي او ووايي، چي دا زما ده. په دې برخه کي هم مقررات هغسي دي، لکه په ږغ کولو کي چي پر ځای کيږي. ټکری اخيستل د ټک کولو سره هم مشابه عمل دئ، ځکه په هغه کي هم دا خبره پرته ده، چي يو نارينه پر پېغله ږغ کوي، چي دا زما ده. که کوم څوک د مړوښي ښځي ټکری واخلي، نو دا يو دروند شرم لري او په پخه طريقه به ننواتي هم پر ځای کوي. د داسي عمل مقابله اکثراً په مرګ او وژلو کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]