ټکری د پړوني معنا ور کوي او مجازاً د ښځي په مفهوم راځي. د ټکري احترام او درناوی پر هر چا فرض دئ. وايي (ټکری او پټکی) ساري دي. دا د قبيلې قانون دئ، يعني ښځه او نارينه په حقوقو کي برابر او يو شی دي. کوم څوک چي د ښځي پر حقوقو تېری وکړي، هغه د ټکري پر حق د تيري کوونکي په نامه ياديږي. په مرکه او جرګه کي چي کله ښځه د يو چا شفاعت وکړي، د هغه احترام بايد وسي او که په بې احترامۍ ئې جواب ور کول سي، د ټکري شرم به ور کوي. که ښځه پر هر څومره ګناهکار سړي ټکری وغوړوي، نو تر کله چي ټکری پروت وي، څوک ئې د وژلو حق نه لري، که د نه د ټکري شرم به ادا کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]