Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ټک

ټک د حد په معنا راځي. په قبيله کي د هر خېل ټک معلوم دئ، څوک چي پر دغه حد تېری کوي، نو تاوان پر ذمه اخلي. د ټک درناوی د قبيلې د هر سړي ذمه‌واري ده. کله چي پر ټک بريد وسي، نو د خېل ټوله غړي بايد مسلح حاضر سي او د هغه دفاع وکړي. په عامه اصطلاح کي پر ټک تېری، پر حقوقو د تجاوز په مفهوم هم راځي. ټک د ورشو سره هم ياديږي. ورشو (چراګاه) د هري قبيلې هغې معلومه ده او په هغه سرحد کي چي د دغي کرښي هره خوا چي په کرښه سره معلومه سوې وي، د ټاکلي قبيلې ټک بلل کيږي. د ټک څخه تېری تاوان لري او کومه خوا چي دا تېری وکړي، پړه بلل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]