Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې
ټبر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ټبر

د خېلونو مجموعه ټبر بولي او دا يو ټاکلی واحد دئ، چي د قبيلې په انکشاف کي منځ ته راغلی دي. ټبر يوه قبيلوي اتحاديه ده او لکه په نورو اقوامو او قبايلو کي چي د خاصو شرايطو په زېږنده منځ ته راغلی، نو په پښتني قبيله کي هم دغه واحد دغسي پيدا سوی دئ. ټبر د جرګې د جوړېډو صلاحيت لري، چي په هغه کي د خېلونو مشران ګډون کوي. په پښتني قبيله کي ابدالي (دُراني)، غلجي او کرلاړي (کرلاڼي) لوی ټبرونه دي. ټبر يو قبيلوي واحد دئ، چي تر خېل پورته کړۍ جوړوي او کله چي قبيله د خېل څخه پورته خوا ته انکشاف وکړي، نو د ټبر واحد زيږي او د ټبر د زېږېدلو سره، د دولت موسسه خپله لومړنۍ طلوع کوي. په يونان کي هغه مهال چي د کنفدريسي واحد منځ ته راغلی، نو د دولت موسسه هم ور سره ملګرې وه. په پښتني قبيله کي ټبر يو څه وختي لا پيدا سوی وو، خو په اتلسمه پېړۍ کي د ټبرونو د اتحاديې په جوړښت سره يو لوی قيام (د ميرويس قيام) او د احمد شاهي دولت تشکيل منځ ته راغی. دا دوه لوی کارونه د هغو جرګو په ترڅ کي علمي سول، چي د ټبرونو نماينده‌ګانو ګډون پکښي کړی وو. په آريايي ټولنه کي د سابها او سمتي جرګې هم د ټبرونو د نماينده‌ګانو څخه جوړي سوي وې، خو څرنګه چي آريايان يو ګرځنده بهير وو، ځکه د ټبر واحد ئې په دغسي ګښت کي استقرار نه پيدا کاوه، نو د دولت موسسه پکښي جوړه نه شوه. که څه هم ټبر يو ثابت قبيلوي واحد دئ، خو په عامه مکالمه کي دغه اصطلاح کله د خېل او کله د ملت سره هم ياديږي، مثلاً وايي: پښتو ټبر، يا وايي د بارکزو ټبر د کندهار خوا ته زيات دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]