Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې
ټاپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ټاپی

ټاپی د وخت او موسم په معنا راځي. په جرګه او مرکه کي د پېښي وخت ته ټاپی وايي. ټاپی د جرايمو په وقوع کي د يادوني وړ ځای لري. مثلاً د پسرلي په ټاپي کي د يو چا مالونو (حيواناتو) ته زيان رسول تر هغه زيات تاوان لري، چي په مني کي زيان ور ورسول سي. پسرلی او منی د قبيلوي کوچيانو د تګ او کوچ وخت دئ، په دغسي ټاپي کي لاري بايد مصؤني وي او له همدې کبله کوښښ کيږي، چي په خاص ډول د لاري امنيت وساتل سي، نو ځکه هغه کسان چي په دغه موسم کي لاري نيسي، مجازات ئې نسبت نورو وختونو ته دروند وي. ټاپی په ناروغۍ کي هم د تبي د ناروغه د خولې شپې ته وايي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]