Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
اوج اور اوه اوپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

اور

اور مقدس دئ او په اور لوړه (سوګند) کيږي. د اور وژلو اصطلاح د قبيلې د تباه کېدلو مفهوم ور کوي. په لرغونو قبيلو کي به چي چپاوي يرغلونه کېدل، نو ډېر لوی زيان دا وو، چي اور به ئې ور مړ کړ. د اور وژلو پېښه ډېره درنه وه، ځکه په قبيلوي عرف کي يو چا ته د اور ور کول هم پر بد شګون نيول کيږي، نو کله به چي به ئې اور ووژل سو، نو د آوراګۍ سره به مخامخ سول. د ټاټوبي په معنی سره د (اوربل) کلمې رواج هم له دغه مفهوم سره بې اړيکي نه دئ. په پښتني قبيله کي اور ته په درنه سترګه ګوري. پر هغه ځای چي اور بل سوی وي، هلته ميتازي کول لويه ګناه ګڼي. اور د خبرتيا له پاره هم د يوې وسيلې په حيث استعماليږي. مثلاً د کلي پر سر پر يوه لوړ ځای همېشه لرګي ايږدي او يو سړی هم شاوخوا لاري څاري. که خطر پېښيږي، نو هغه دغه لرګيو ته اور ور اچوي او په دې ډول د قبيلې او کلي خلک خبريږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]