Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خټا

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خټاوه

خټاوه د ګردېز لوېديځ خوا ته د شپږ کيلو مترۍ په فاصله واقع ده (۱)، چي احمدزي پکښي اوسي، دا ځای په ټولو احمدزو کي شهرت لري. کله چي په خورا ليري ځای کي احمدزي په بدۍ اخته سي، نو وايي، چي: (د خټاوې څخه ئې پر را وډنګوه)، يعني هلته خبر ور کړئ، چي عزيزان راسي. داسي معلوميږي، چي خټاوه د احمدزو يو عمده مرکز دئ. وايي چي د احمدزو نيکه (احمد بابا) اصلاً د خټاوې وو. په خټاوه کي يوازي احمدزي اوسي او په احمدزو کي چي کله درنه جرګه جوړيږي، نو هغه هم په خټاوه کي کيږي. (۱): ښاغلی محترم عبدالرحمن پژواک په يوه مقاله کي چي د (۱۳۱۸) په کالنۍ کي ئې خپره کړې ده، خټاوه د کندهار په ارغسان کي بولي. ولي خټاوه همدغه د ګردېز د احمدزو خټاوه ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]