خبره د قول او عدې په معنا راځي او د ژبي سره يو مفهوم لري. وايي، چي (د مېړه خبره يوه وي). خبره او د کاکړانو (ګايه) تقريباً سره نژدې مفهوم لري. په ځينو مواردو کي خبره او خوله هم يو مفهوم افاده کوي؛ کوم سړی چي د خپل قول او عهد څخه ګرځي، نو د هغه په حق کي ويل کيږي، چي دا سړی پر خپله خبره نه دريږي، يا د خپلي خبري څخه ګرځي. د خبري سره کله کله د پخې کلمه هم راځي، مثلاً (د پلانکي خبره پخه ده)، يعني پر خپل قول او عهد ولاړ دئ. بده خبره د ښکنځلو او ناخوالو په معنا هم راځي، مثلاً وايي: (د توري ټپ جوړيږي، خو د بدي خبري ټپ نه جوړيږي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]