څورۍ ډوډۍ ده. په خاص ډول د شپانه ډوډۍ څورۍ بلل کيږي. کله چي لښکرکښي کيږي، نو هغه ګډه ډوډۍ چي په شلاونډ تياريږي، هغه ته هم څورۍ وايي. په جګړه کي څورۍ د ښځو له خوا برابريږي او د جګړې ډګر ته ئې ور وړي. د قبيلوي تعامل سره سم هغه څوک چي څورۍ رسوي، نو د جګړې په ډګر کي مصؤنيت لري. دا نو که نارينه وو هم دغه مصؤنيت لري، خو په ښځو قطعي کار نه لري. که په جګړه کي پر څوري رسوونکي تېری وسي، نو کله چي روغه کيږي، هغه خوا چي څورۍ رسوونکی ئې ضايع سوی وي، د مقابلي خوا څخه د تاوان اخيستلو حق لري. څورۍ رسوونکی چي د جګړې په ډګر کي ګرځي، نو تر څو چي دوی خپل کار خلاصوي، ډزي هم بنديږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]