Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
څل څو څړ
څلو څلی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

څلی ور کول

څلی ور کول د څلي سره يو مفهوم لري او هغه عمل دئ، چي د مړي ساز (ديت) بيرته مسترد سي. دغه کار پخوا په نرخ کي ډېر رواج وو، خو اوس نرخيانو دغه رسم ډېر بد ګڼلی او که کوم څوک دا کار کوي، ناغه پر ايږدي. په هغه وخت کي چي يو څوک ساز ور کړي او روغه وسي، نو د مقتول ورثه بيا د قاتل پر خوا د تېري حق نه لري، خو که ئې ساز مسترد کړ، نو بيا خپل وار اخيستلای سي، خو که ئې د څلي ور کولو عمليه اجرا کوله، نو دا په تاوان کي دروندوالی راولي. په عام ډول د څلي ور کولو عمليه کله کله داسي هم کيږي، چي يو څوک د خپل وار اخيستلو توان نه لري او څلی اخبي، خو کله چي ئې توان پيدا سي، نو بيا څلی بيرته ور کوي او خپل وار اخلي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]