دا کلمه د ځنګلونو د ساتني په برخه کي د قبيلوي مقرراتو يو اصطلاح ده. ځنګل د قبيلې شتمني ده او ساتنه ئې هم په ټولو اړه لري. کله چي د پرديو له خوا پر ځنګل بريد وسي، نو د مير په لارښوونه يوه ډله چي شمېر ئې تر پنځلس تنو زيات وي، مؤظفه کيږي، چي تېري کوونکو مخه ونيسي. دغي ډلي ته څلويښتي وايي. دغه خلک په داسي حال کي چي مسلح وي، سهار تر لمانځه دمخه په يوه ټاکلي ځای کي ټوليږي او تر لمانځه وروسته د ځنګل خوا ته حرکت کوي. کوم کسان چي پّ څلويښتي کي وټاکل سي او ولاړ نه سي، نو ناغه به ور کوي. دغه ناغه تر دوو سوو افغانيو پوري رسيږي. دغه عمل د دباندنيو څېړونکو پاملرنه جلب کړې ده او د چلويستي په نامه ئې راوړي، خو صحيح شکل څلويښتي ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]