Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
څل څو څړ
څړ څړ څړه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

څړه

هغه مجرد خواريکښ چي د مزدورۍ له پاره له ملک څخه وزي، څړه بلل کيږي. دا د غزني او کندهار تر منځ د پښتنو اصطلاح ده (۱). دغه کسان چي د مزدورۍ له پاره له ملکه وزي، خپل وطن خراسان بولي او دوی هم د خراسانيانو په نامه ياديږي. څرنګه چي څړه همېشه د مزدورۍ د خوا د مالونو او پيسو سره راځي، نو که د هغه لار نيول کيږي، نه يوازي د عمل مرتکب ته د غله په سترګه کتل کيږي، بلکي په قبيله کي د عامه امنيت په لحاظ بېره و څړه ته د غلا د مال ترور کړي، د دغسي غله ږيره هم ور خريل کيږي. هغه قبيلې چي څړه‌ګان ئې نورو سيمو ته د خوارۍ دپاره ځي، قبيلوي قدرت ئې ډېر ټيټ وي او دغسي کار د قبيلوي اشرافيت منافي هم بلل کيږي. (۱): څړه په لغت کي هغه سړي ته هم ويل کيږي، چي ماندينه و نه لري. بې بار و بني سپاره هم څړه بولي. عبدالقادر خان خټک ويلي دي: ته به څرنګ په دا هومره شتاب درومې - دغه لاره د څړه د يکه‌تاز ده. څړه د خالص او فقط معنی هم لري، رحمان بابا ويلي دي: لوی اسمان توره تبی شه - هلک لمر څړه انوار دئ. څړه د ګوښې او يوازي معنا هم لري. (رشاد)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]