Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
څل څو څړ
څل څو څړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

څړ

څړ د لغت د معنا په لحاظ د دري له (چراګاه) سره برابره کلمه ده او څړ ځای (چراګاه) ته وايي. خو په اصطلاح کي هغه پړي او لرګي دي، چي سرکښه غويي په تړل کيږي. په عامه اصطلاح کي کله چي په قبيله کي يو ډېر سخت ماجرا جويه سړی پيدا سي، نو تعقيبوونکو ته وايي، چي په څړ ئې وتړئ. پر خپل سر د يو چا له خوا د بل سړي تر څړ لاندي نيول، د تېري په جمله کي راځي. که څوک داسي کار کويو هغه د ولسي نرخ له مخي مجرم بلل کيږي او د تاوان او ناغې په ور کړه مکلف کيږي. هغه کسان چي د څړ وظيفه د قبيلې د مشرانو په امر پر ځای کوي، نو که تر څړ لاندي سړی ووژل سي، تاوان نه لري او ورثه ئې د څړ د وظيفه اجراکوونکي څخه بدله نه سي اخيستلای.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]