ترور د پلار خور ده. هره مشره ښځه په پلرينه او قبيله کي د ترور په نامه ياديږي. د مور و خور ته هم ترور وايي، متل: (ترور نيمه مور). د لوېديځي خوا پښتانه د ترور کلمه چندان نه استعمالوي او دا يوازي د ختيځي او جنوبي خوا د پښتنو مصطلحه کلمه ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]