د کاکا لور ترله ده. په قبيله کي هره په عمر برابره ښځه د نارينه سره ترله ده. په کاکړو کي د ترلي اصطلاح خورا ډېره ده او هر سړی خپل د غيرت ثبوت هغه وخت پوره کولای سي، چي ترله ئې ومني. د کاکړو په فولکلور کي ترله خورا غټ او لوی افسانوي ځای لري. ترلي د تربور د غيرت او ننګۍ په نامه خاص شعر لري، چي هغه ته کاکړۍ غاړي هم وايي. يوه ترله شېر جان نومي غازي چي فرنګی ئې وژلی وو، داسي ستايي: ترله دي نه کوي ارمان - پرنګۍ کونډه کړه شېر جان. شېر جان چي ئې پهانسۍ ته بېوی، يوې کاکړي ترلي دا غاړه وويله: شېر جان يو دئ، خود بې يوسي ـ سرداري دې د ترلوسي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]