په قبيله کي که څوک د جرم مرتکب کيږي، هغه په خپل جرم سره د يو پور پر خپله ذمه اخلي. د دغه پور په مقابل کي د جرم په ټاکلي تناسب د ټاکلي نرخ له مخي د تاوان په ور کولو مکلف ګڼل کيږي. د پور جبيره، تاوان دئ يا په واضع عبارت پور يو الزام دئ او تاوان د هغه جبيره ده. ناغه او شرم د تاوان دوه حده دي، چي هر يو د جرم د نوعيت په حدودو کي نرخ ټاکلی وي. کله کله چي نرخ دغه حد ټاکلی نه وي، نو جرګه او مرکه صلاحيت لري، چي په خپله ئې وټاکي. دغه نوي ټاکني ته هم نرخ وايي او که د يو طرف د قبول مورد و نه ګرځي، نو د کوږ نرخ حکم پرې کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]