Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
په

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

په قبر کي څملاستل

د بخښښ غوښتني يو عمل دئ. کله چي يو څوک په ناپامۍ بل څوک مړ کړي، نو دا سړی په داسي حال کي چي څوک ورته متوجه نه سي، هغه مهال چي مقتول په قبر کي کښېږدي، دی ناڅاپه راځي او په دغه قبر کي څملي او په دې عمل سره د مقتول ورثه مجبوره ده، هغه وبخښي. په قبر کي څملاستل د (کټ پښه نيول) له عمل سره يو شان کار دئ. کله کله چي عمداً قتل سوی وي، هم قاتل د بخښني له پاره په قبر کي د څملاستلو عمل پر ځای کوي. په دغسي وخت کي د مقتول خوا ډېره پاملرنه کوي، چي قاتل ته دغسي فرصت په لاس ور نه سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]