Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پور

په لغوي معنا پور قرض دئ، خو کله چي د تعاملي حقوقو او قوانينو په برخه کي استعمال سي، نو تاوان ته نژدې مفهوم افاده کوي. کوم څوک چي د جرم مرتکب ګرځي، هغه پر خپله ذمه يو پور اخلي. متل: (پور د بدو برخه ده). په دغه متل کي د پور مفهوم ډېر ښه ځای سوی دئ، هر څوک چي د بدو (جرم) مرتکب ګرځي، هغه يو پور پر غاړه اخلي. متل: (پور په ور کړه خلاصيږي). متل: (پور چي ځنډنی سي، جنګنی سي). په پورتنيو دواړو متلونو کي د پور مفهوم ځای سوی دئ او په حقوقي ساحه کي ئې حدود ټاکلی ځای لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]