يو څوک په خپل حمايت کي نيولو ته پنا وايي. که يو مجرم او تور هم يو چا ته پنا ور وړي، هغه به حتماً پنا ور کوي. ډېر ځله داسي پېښه سوې ده، چي يو قاتل د يوې کورنۍ سړی پر بېديا وژلي وي او په ناپامۍ کي ئې د قاتل په کورنۍ کي پنا اخيستې وي، په دغه وخت کي هم هغوی پنا ور کوي او په برابرو شرايطو د کورنۍ د غړو سره اوسي، خو که تر کور ووزي، نو له پنا څخه وزي او که ووژل سي، نو د بدل تر قانون لاندي پور نه لري. په بيلو بيلو قبيلو کي په بېل بېل ډول د پنا دود رواج لري. په ځينو قبيلو کي پنا وړونکی د کور د ښځي پلو غوټه کوي او په دې ډول حمايت حاصلوي. يوازي کوم چا ته چي پنا نه ور کول کيږي، هغه مختوری دئ، چي په ښځه تور سوی وي. هغه څوک چي په يوه کورنۍ کي ئې پنا اخيستې وي، که د دښمنانو له خوا د پنا په وخت کي وويشتل سي او ووژل سي، داسي حکم لري، لکه د پنا ور کوونکي د کور يو غړی چي ئې په قتل رسولی وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]