اکا ته کاکا هم وايي. اکا د پلار ورور ته ويل کيږي، خو په عامه اصطلاح هر مشر سړی چي د پلار په عمر وي، اکا بلل کيږي. اکا بالعموم وصي کيږي، نو ځکه په ميراث کي د ډېري مداخلې واک لري. څرنګه چي په دغسي حق کي ډېره بې انصافي کوي، نو وراره ته اکا دښمن بلل کيږي. ختيځي او جنوبي قبيلې اکا ته تره وايي او تره همدغه د اکا مفهوم افاده کوي. کله چي يو سړی مري او ځوان زوی و نه لري، د ده د مال اصلي وارث او د اولادو وصي اکا دئ. اکا د قبيلوي عرف سره سم لومړی د ورور کونډه کوي او که دا کار و نه کړي، نو دا هم په قبيله کي يو عيب دئ او قبيلوي عزت ته زيان رسوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]