تور سرې د ښځي مفهوم لري. په ځينو قبيلوي پېښو کي چي تور سرې په ننواتي ولېږل سي، نو دښمن هم بخښل کيږي. کنايتاً هره ښځه تور سرې بلل کيږي. دا نوم تر هغه وخته پوري د دې ملګری دئ، چي سر ئې سپينيږي او تر هغه وروسته نو بيا سپين سرې بلل کيږي. کوم څوک چي په ننواتي کي تور سرې ليږي، دا د قبيلوي مناسباتو په کړۍ کي يو روا عمل دئ، خو د قبيلوي غرور څخه ډېر ليري ګڼل کيږي او په مشکل يو څوک حاضريږي، چي د هغوی له پاره خپلي تور سري د مدعي کره وليږي. چيري چي تور سري په ننواتي ور سي، نو دا هم د يوه پښتانه له پاره لوی عيب دئ، چي هغه جواب ور کړي، که څه هم دښمن ئې هر څومره لوی زيان رسولی وي، بيا ئې هم ننواتي مني.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]