توپک وسله ده، خو په قبيلوي ساحه کي ډېر تقدس لري. د توپک سپکوالی هم ناغه لري. په توپک قسم کيږي، توپک په برمته کي ايښوول کيږي. هر سړی بايد ځان ته توپک ولري. کله چي نر کوچنی وزيږي، نو پلار ئې چي لومړی کار کوي، هغه دا دئ، چي د ده د پروتي د ځای سر ته د ده په نامه يو توپک ځړوي او دا توپک نو د کورنۍ نازولی توپک وي. کله چي يو سړی د ډېر عمر مسافر وي او ښځه ئې د پلار پر کور وي، نو خپلوان ئې د توپک سره نکاح ور تړي او خپل کور ته ئې راولي. په قبيلوي لښکر کي حساب د مېړو او توپک پر سر کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]