Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تله

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تله

تله ترازو دئ او ترازو د عدل مفهوم ور کوي. په قبيلوي تعاملاتو کي تله د تول او نرخ په مفهوم راځي. متل: (تله د چا مخ او څټ نه ګوري). دا چي وايي (د نرخ په تله ئې را سره معلومه که) مطلب دا دئ، چي د قانون په عدالت ئې را سره معلومه که. په مرکه کي کله کله دا کلمه هم استعماليږي، چي وايي: (په درنه تله دي وتاله) يعني دروند نرخ دي پر وچلاوه. تله د عدالت په مفهوم په ټولو پښتني سيمو کي مروجه اصطلاح ده. (په تله برابره پرېکړه) هغه فيصله بلل کيږي، چي په تام عدالت سره صادره سوې وي. تله د (تول) سره نژدې مفهوم لري او (تول) د نرخ په مفهوم هم راځي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]