Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تا تخ تر تل تو تي تړ تې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تړ

د ګډ کار له پاره تصميم نيولو ته تړ وايي. مثلاً د څو کورنيو تر منځ د کښت پر وخت چي ګډ کار کيږي، وايي چي (دوی تړ سره کړی دئ). يا په ګډه دا تصميم نيسي، چي يو د بل د کښت څخه به حيوانات ليري ساتل کيږي، دا هم تړ دئ. غالباً چي دا کلمه به د تړلو څخه اخيستل سوې وي، يعني د بل د مال څخه خپل حيوانات تړل. همدارنګه دا کلمه د تړون د کلمې يو مخفف شکل هم معلوميږي، خو تر تړون په محدوده ساحه کي د استعمال ځای لري. دا يوازي د پکتيا د قبيلو يوه اصطلاحي کلمه ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]