Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پسه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پسه

په هر ننواتي کي پسه ضروري شرط دئ، چي ننواتيان به ئې له ځان سره بيايي. په مرکه، جرګه او خيرات کي حتماً پسونه حلاليږي. چيري چي د ننواتي او جرګې نوم اخيستل کيږي، هلته حتماً پسه هم ځای لري. هغه پسه چي د ننواتي سره بېول کيږي، د ختيځي خوا پښتانه قبايل ئې د (لوښي) په نامه سره هم يادوي. (لوښی ئې ور وستلی وو)، دا مفهوم افاده کوي، چي پسه ئې ور وستلی وو. د پښتني قبيلو خلک مېلمه ته پسه حلالوي. کاکړان او ځيني نوري قبيلې چي ميلمه ته پسه حلال کړي، نو په ډوډۍ کي لومړی د پسه پوخ سوی سر د مېلمه مخ ته ايږدي، بيا نوره ډوډي راوړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]