Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بېل بې‌

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بېلګه

د غلا سوي مال څخه که يو شی د کوم چا کره پيدا سي، دا بېلګه بلل کيږي او د بېلګي په استناد هغه سړی غل يا د غله ملګری بلل کيږي. د غله مال ته ځای ور کول تاوان لري او که يو سړی عذر وکړي چي زه بې خبره يم او دا مال په پټه زما په کور کي پيدا سوی دئ، دغسي عذر د قبول مورد نه لري. په هغه پېښه کي چي په مرکه کي تر بحث لاندي نيول کيږي، نو د هغه سړي څخه چي پر چا ئې ادعا کړې وي، لومړۍ دا پوښتنه کيږي، چي: (بېلګه لرې؟ او بېلګه ئې څه شی دئ؟) د بېلګي پر مخ د اتهام ثبوت کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]