Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بير بيټ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بيرغ

بيرغ قومي جنډۍ ده. هر قوم ځان ته بيرغ لري او د يوې قبيلې د خېلونو حساب هم په بيرغونو کيږي. وايي اپريدي ټوله (۸) بيرغه دي. بيرغ د لويو قبيلوي جګړو په وخت کي را ايستل کيږي. په اپريديو کي چي کله ډېره درنه جګړه کيږي، نو تور بيرغونه هم ور سره را وباسي او تر تورو بيرغونو لاندي چي کومه جرګه وسي، د هغې پرېکړه په قطعي ډول له ماتېدو وځي. (اورېدلي مي دي، چي دا تور بيرغونه امير امان الله خان دوی ته ور کړي دي. «د ننګرهار د پخواني والي د سلېمانخېل په حواله»).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]