ميزی يا ميزيخېل د ځدراڼ د قبيلې څخه بلل کيږي، خو دوی ځانونه د بيټني اولاد بولي. بيټه د ټپي او ټيلو ورور دئ، چي د کرلاڼ زوی بلل کيږي. په لويو پښو کي (ميزي) د ځدراڼ او منګل سره د بيټي او ټيلو په حساب يو ځای کيږي. (ميزي) چي په (ميزايي) هم تلفظ کيږي، د يوې خوا د ځدراڼ د قبيلې ښاخ دئ او د بلي خوا د بيټي په حساب ځان مستقل خېل بولي او د ځدراڼ او منګل سره مساوي دريږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]