Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بون بوچ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بونګه

د مجرم (په خاص ډول قاتل) د معرفي کولو اطلاع ته بونګه ويل کيږي. دغه کار چي د کوم سړي له خوا د يوې تاديې په صورت کي وسي، دغه تاديه هم بونګه بولي. په ځينو مواردو کي د يو چا څخه چي په ناحقه پيسې واخيستل سي، هغه هم بونګه بولي. مثلاً وايي: (د پلانکي يوه بونګه تر غوږ سوې وه، چي پر پلانکي ئې د غلا لاس ونيوی). پوهاند استاد رشاد پر دې ليکنه دا يادداښت زيات کړی دئ: (د بنديانو فديه، د غلا سوي مال بدل هم بونګه بولي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]