Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بون بوچ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بونډۍ

بونډۍ هغه پېغله ده، چي پر يو چا ادعا وکړي، چي په بده سترګه ئې راته وکتل. د پېغلي د ادعا طرف ملزم وژني او دا پېغله به بيا د مرګ تر ګړيه د پلار پر کور ناسته وي او که ئې ور کوي، ولور ئې په کام اړه لري، نه د هغې په پلار او ورور پوري. د ادعا د طرف سړی ځکه ثابت ملزم ګڼل کيږي، چي ښځه هيڅ کله د خپله شرمه داسي ادعا پر چا نه سي کولای، تر څو مجبوره نه سي. هغه ښځه چي بونډۍ کيږي، اکثره د پلار پر کور پاتيږي، ځکه بل څوک که ئې غواړي، نو دا شهرت ور سره ملګری وي، چي بونډۍ ښځه ئې غوښتې ده او دا هم په قبيله کي يو عيب دئ، چي حتی هغې ښځي ته چي د ده سره تر واده پخوا يو چا په بد نظر کتلي وي، پيغور بې ده ته ور ياديږي. اکثره دغسي بونډۍ ښځي وروسته تر هغه چي د ادعا د طرف له سړي څخه خپل وار واخلي، يا په خپله ځانونه وژني او يا د خپلوانو له خوا وژل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]