Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
احم

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

احمدزی پور

احمدزي يوه قبيله ده، چي د سلېمانخېل، خېل بلل کيږي. د دې قبيلې مرکه ډېره درنه بلل کيږي او فيصله ئې نه ماتېدونکې ده. د دغسي قبيلې پور هم دغومره سخت دئ. په پښتني قبيلو کي دا په حقوقي ساحه کي يوه جدي قبيله ده او د مرکې دروند‌والی ئې د قضاوت پوخوالی ښيي او که بدي ور سره وسي، نو د خپل پور پرېښوونکې هم نه ده. په عامه اصطلاح کي وايي، چي د احمدزي پور نر دئ، معنا دا چي احمدزي کوم وخت پر چا پور ولري، نو د نرخ د ټولو مقرراتو سره د هغه پرېښوونکي نه دي، خو په پور اخيستلو کي يو ګام هم چپ نه ايږدي او پور په حساب اخلي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]