بوچه د پزي پرې کولو ته وايي. که څوک د چا پزه پرې کړي، هغه بايد د ټاکلي نرخ سره تاوان ور کړي. د (احمدزي) په نرخ کي پزه د نيم خون تاوان لري، که دغه جرم د کوم قاتل له خوا وروسته تر وژلو پر يو چا اجرا سي، هغه د پوره خون تاوان پر غاړه اخلي. دا مسأله د ښځي او نر په حق کي يو شان ده. خو په ځينو نورو قبيلو کي په خاص ډول چي د موسی نرخ پالي، که يو څوک د پردۍ ښځي پزه ور پرې کړي، نو دا نه يوازي يو پور پر غاړه اخلي، بلکي د ښځي خپلوانو ته د هغو د بېحرمتۍ په وجه شرم هم بايد ور کړي. په ځينو قبيلو کي بوچي ته منجی يا (مونجی) هم وايي، خو عامه ئې دغه بوچه ده. په يو شمېر قبيلو کي بوچ هغه دئ، چي غوږونه ئې پرې سوي وي او دا د حيواناتو په برخه کي ويل کيږي. که يو څوک د بل چا د غويي غوږونه پرې کړي، نو وايي چي زما غويی ئې بوچ کړی دئ. په دې متل کي چي وايي: (بوچ د اختره خلاص دئ) هم دغه مفهوم پروت دئ، ځکه بوچ هغه پسه دئ، چي غوږونه نه لري او د اختر د قربانۍ پسه بايد غوږونه ولري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]