Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
ولج وله ولو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ولجه

له يو چا څخه د غنيمت په ډول مال اخيستلو ته ولجه ويل کيږي. د دښمن څخه ولجه اخيستل د رواج مخالف کار دئ، خو په قبيله کي د بديدار څخه ولجه اخيستل د ولسي نرخ څخه مخالف کار دئ. په لار کي که کوم څوک له چا څخه يو څه واخلي، هغه ولجه نه بلل کيږي او د بې‌مورده ولجې اخيستل د نرخ له مخه تاوان هم لري. په عمومي ډول ولجه د جګړې د تاوان سره نژدې مفهوم لري، کومه قبيله چي د بلي قبيلې له خوا په جګړه تهديد سي او په جګړه کي زيان سره ورسيږي، نو د جګړې تاوان بايد ور کړي او دغه تاوان ولجه ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]