Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
ولج وله ولو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

وله/ ولۍ

وله يا ولۍ په باجوړ کي د موقتي صلح په مفهوم ياديږي، مثلاً دوې قبيلې په جګړه سره اخته کيږي او د کام سپين‌ږيري مداخله کوي، نو د دوی تر منځ چي کومه عارضي صلح منځ ته راځي، هغه ته وله يا ولۍ وايي (۱). دغه عارضي روغه د دې له پاره زمينه برابروي چي تېږه کښېښوول سي. وله د ورځو او هفتې څخه زیاته موده نه نيسي او که په دغه موده کي تيږه نه کېښوول سي، نو جګړه بيا له سره شروع کيږي، کله چي يوه وله وسي، نو په دوهمه وله کي حتماً بايد تيږه کښېښول سي، کنې جګړه ډېره توده او په وينو لړلی رنګ اخلي. (۱): پښتانه، لومړی ټوک، (۶۵مخ).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]