Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
ولج وله ولو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ولور

ولور د (کابين) معنا ور کوي. په قبيلوي اصطلاح کي ولور هغه حق دئ چي پلار ئې د لور يا ورور ئې د خور يا تربور ئې د ترلي په ور کړه کي لري. ولور د ښځي د خپلوانو له خوا ټاکل کيږي او د زوم له خوا تاديه کيږي. د ټاکلي ولور نه تاديه کول، هم تاوان لري. که يو څوک پر بل چا جرګه را غواړي او دا ثابته کړي چي هغه ټاکلی سړی ولور نه تاديه کوي او خپله ښځه بيايي، نو که ئې د الزام دلايل ثابت سي، ملزم به مقابل خوا ته د ولور د تاديې څخه علاوه شرم هم ور کوي. د ولور نه تاديه د قبيلوي سړي له پاره د بې‌غيرتۍ حکم لري او هغه کسان چي دغسي حال ته رسيږي، اکثراً فراره کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]