Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
نيک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

نيکه

د پلار پلار نيکه دئ. تر نيکه پورته نوري کړۍ چي راځي، هغه هم نيکه‌ګان دي. نيکه په قبيله کي واجب‌الاحترام نوم دئ. نيکه‌ګان ستانه دي. د قبيلو پښې د نيکه‌ګانو په نامه ياديږي او د نيکه په باب هره قبيله افسانې لري، چي سره وايي ئې.د نيکه په نامه افتخارات د قبيلوي سړي عام خوی دئ. د نيکه له روحانيت څخه مرسته غوښتل کيږي او د لوی نيکه پر مزار جرګې هم جوړيږي. يو قبيلوي سړی داسي فکر کوي چي د ده ژوند د ستانه نيکه سر يوه نه شلېدونکې رابطه لري او نو کله چي يو مهم کار ته اقدام کوي، د نيکه نوم اخلي. د هري خېلخانې او کورنۍ خلګ خپل نيکه ته په يوه ميتافزيکي عقيده د يو خواخوږي قهرمان په نظر ګوري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]