Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
ننو ننګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ننواتي

ننواتي د معذرت غوښتلو يو خاص رسم دئ، چي د پښتو په قبيلوي تعاملاتو کي ډېر مهم ځای لري. ننواتي په هره هغه پېښه کي چي پړه او ملامتي او واقع سوي وي، د متهم له خوا مقابل لوري ته کيږي، خو په ټولو کي د مړي ننواتی ډېر دروند وي. کله چي يو څوک د بل چا له خوا عمداً يا سهواً ووژل سي، نو قاتل د مقتول کورنۍ ته ننواتي لېږي او هغه ئې هم د قومي عرف سره سم مني. د يو چا پر ناموس تېری او ښځي سره نامشروع روابطو د اتهام په برخه کي ننواتي نسته، ننواتي په عادي ډول يو سپين پټکی (ملا) له پسه سره او په درنو پېښو کي سپين‌پټکيان (ملايان)، تور سري (ښځي)، قرآنونه او پسونه د ننواتي خلګ له ځانه سره بيايي. په ځينو مواردو کي قاتل هم د مقتول کور ته ورولي او ورته وايي چي د وژلو او بخښلو اختيار ئې ستاسي په لاس کي دئ. د ننواتي رسم ډېر لرغونی دئ او د پښتو په شفاهي داستان کي ډېر ښه ځای لري. د ادم خان په کيسه کي هغه مهال چي ادم خان د بايزيد خان خور (توتيا) چي د ده د خسر‌خېلو له کوره په زور خپل کور ته راولي، نو د قبيلوي دود سره سم د دوستۍ د اعادې له پاره د بايزيد خان کره ننواتي ور ليږي. په دغه قضيه کي (آس، روپۍ، مريی) په ننواتي کي شامل دي او دا ننواتي د جمعې په شپه د بايزيد خان کره ور وړي. دا د ننواتي پخوانی شکل وو، خو اوس مريی نسته او په درنو ننواتو کي تور سري (ښځي) ډېر مهم ځای لري. «په تېرا کي د مړي د ننواتي ديت (ساز) د شل زرو څخه تر پنځوس زرو افغانيو پوري رسيږي (۱). د ننواتي په باب استاد پوهاند حبيبي د پښتو او پښتونولۍ په يوه درنه تحقيقي مقاله کي داسي وايي: «ننواتي د پښتو يو عنعنوي د عذر غوښتلو ډول دئ او د کلو کلو دښمني او عداوتونه په ننواتي له منځه وزي او داسي وي چي د يوه خورا لوی کار يا لوی خصومت د عذر او بخښي دپاره مغلوب يا مجرم سړی د خپلي کلي يا کام سپين‌ږيری او ستانه‌خېل مقابل ته ور ليږي. کله کله چي پېښه ډېره مهمه او د بخښلو قابل نه وي، نو خپلي ښځي په ننواتي ور ليږي، دا ننواتي دومره اهميت لري چي پښتون مري، خو ننواتي نه کوي، مګر کې وکړه نو د ده مقابل پښتون هم ضرور دغه مني او دا د پښتنو له صفاتو څخه ده چي ننواتي به نه کوي او که ئې وکړي ها مقابل ئې هم ضرور مني (۲). الفونستون چي د نونسمي پېړۍ په سر کي پښتني سيمو ته راغلی دئ، ننواتي يو ممتاز دود بولي او وايي چي که يو سړی ننواتي و نه مني، د هغه شخصيت او سړيتوب ته لوی زيان رسيږي (۳). (۱): پښتانه، دوهم ټوک، (۸۷مخ). (۲): کابل مجله، د ۱۳۵۴ل. کال د ليندۍ ګڼه، (۸مخ). (۳) وږمه مجله، د ۱۳۵۶ل.) کال ۲مه ګڼه، (۷۴مخ).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]