Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
نرخ نري

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

نرخ

  1. د قبيلوي حقوقي او جزايي تعاملاتو قانون ته نرخ ويل کيږي.نرخ يو عام مفهوم افاده کوي، چي د هغه په چوکاټ کي د ټولو جرايمو حدود او د مجازاتو انواع او دودونه معلوم دي. ځيني قبيلې ځان ته نرخونه لري، خو د يو کل په صورت کي د دغو نرخونو عمده معيارونه ډېر سره مشابه دي، ډېر معروف نرخ د احمدزيو دئ، چي د عيسی او موسی په نرخ شهرت لري. په دغو کي د عيسی نرخ ډېر پوخ او دروند بلل کيږي.
    Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]
  2. نرخ د قبيلې قانون دئ او د قبيلې ټول خلګ د هغه په منلو مکلف دي، هغه څوک چي له دغه قانونه وزي، نو د قبيلې څخه بايد ووزي. پښتانه په متل کي وايي: «له وطنه ووزه، د نرخه ئې مه وزه». په دغه متل کي د نرخ د قبيلوي تعامل نفوذ اوقدرت ډېر ښه څرګنديږي.دا متل هغه غټ مفهوم په څرګند ډول ښيي چي د قبيلوي نرخ حقوقي ارزښت په مقابل کي قبيلې په څومره غټه پيمانه قبول کړي دي. تعاملي نرخ د حقوقي جوړښت له لحاظه يو بسيط اورګانيزم دئ او د ټولني د بسيط‌والي انعکاس دومره ځای پکښي نيولی دئ، چي د قبيلوي ژوند عيني او ذهني اړتياوو ته پوره ځواب ويلای سي. قبيله چي څومره پراختيا مومي،نو دغه عرقي حقوقي تعاملات هم له يوه حال څخه بل ته پکښي اوړي. نرخونه ډېريږي او شخصي نفوذ د مرګو او جرګو له لاري د نرخ پر موسسه تسلط مومي. په پښتنو قبيلو کي نرخ د جرګې او مرکې په ساحو کي رواج دئ او د دولتي موسساتو او ښاري روابطو څخه ليري قبيلې چي جرګې لري، نو نرخونه هم پالي. په لوېديځو قبيلو کي د پخوا څخه هغه چي د ښارونو مجاورت ته څرمه واقع سوي دي، جرګه او نرخ ئې ډېر پېکه سوی دئ او يوازي په يوه داسي کلمه کي چي مفهوم ئې ډېر وروسته ذهن ته ورځي او هغه د (جوړي) کلمه ده، يو څوک ايستل کېدای سي. په ځينو سيمو کي دا کلمه د (روغي) او پر نطر يا عمل د دوو کسو متفق کېدو معنا ور کوي، مثلاً وايي: «جوړه ئې وکړه» يعني سره جوړه سول. په همدې مفهوم په لوېديځو قبيلو کي (جوړه) مصطلحه ده، خو کله چي په هغه مفهوم راسي چي جرګه او نرخ ځني مراد وي، نو له دغي لنډی مکالمې څخه پوره معلوميږي. د دوو کسو يا د دوو کورنيو تر منځ اختلاف او بدي دې ځای ته ورسيږي، چي زيان ئې عام کيږي، نو د قبيلې عام خلګ وايي: «جوړه پر را وغواړئ!». دغه جوړه نو د هغي جرګې يو خام او پيکه سوی شکل دئ، چي د قبيلوي تعاملاتو تر پاڅه نرخ لاندي چليږي. په ختيځه او جنوبي سيم کي پرتې قبيلې جلا جلا نرخونه لري او په دغو سيمو کي هم د نرخونو ډېرښت د قبيلې د پاشل کېدو يوه ستره نمونه ده، خو په عام ډول دوه نرخه ډېر خاص شهرت لري، يو د احمدزيو نرخ او بل د رزمک نرخ. په دې نرخونو باندي نه يوازي د منسوبي قبيلې خلګ عمل کوي، بلکي نوري هغه قبيلې چي تر منځ ئې متنازع‌فيها مسايل د مشکل سره مخامخ سي، هم ئې په دغو نرخونو چلوي. د احمدزيو نرخ له غزني څخه تر ننګرهاره د هغه د يوې برخي په ګډون په پکتيا او لوګر کي د رواج ساحه لري او د رزمک نرخ د رزمک څلور نرخيان په دغه قاموس کي وګورئ، په وزيرستان او د هغه په شاوخوا کي رواج لري. دغه دوه معتبر نرخونه د پښتني قبيلې د عرفي قضايي موسسې په حقوقي او جزايي تعاملاتوکي اوچت ځای لري.
    Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]