مېلمه د لوی حق خاوند بلل کيږي. مېلمه د کوربه په کور کي د خاص مصؤنيت لرونکی وي او که څوک د چا مېلمه ته زيان ور رسوي، نو دا د کوربه پر حق تېری بلل کيږي او حق لري تېریکوونکی داسي تعقيب کړي، لکه د ده د کورنۍ او قبيلې غړي ته چي ئې زيان رسولی وي (د مېلمه د مرګ تاوان وګورئ!). مېلمه درلودل د عزت نخښه ده او مېلمه جوابول د لويي بېغيرتۍ علامه ده، مېلمه که هر څومره لوی مجرم وي، خو کله چي د يو چا په کور کي مېلمه سو، نو نه يوازي کوربه بلکي د مېلمه دښمنان هم څه ورته ويلای نه سي. په ځينو قبيلو کي نه يوازي مېلمه ته ډوډۍ او ځای ور کوي، بلکي چي ځي، يو څه سوغات هم ور سره ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]