مينځه غلامه ښځه ده. مينځه اوس نسته، خو پخوا چي وه په مالک ئې اړه درلوده. په قبيلوي نرخ کي د مينځي وژل د مال په شان وه، چي ناغه ئې نه درلودله. د يو چا د مينځي تښتول د ننګي تر قانون لاندي نه راتله، بلکي د مينځي تاوان ئې بايد ور کړی وای. په هغو وختونو کي چي د مريي او مينځي ساتل رواج وه، نو مينځياني په تاوان کي هم ور کول کېدې. مينځه د مال په شان وه او د مالک هر ډول تصرف پکښي جايز وو. د مينځي زوی که څه هم د مور د مالک او ځان ته د پلار په حيث د هغه په حق کي برخه درلوده، خو مور ئې په مال کي حساب وه او نه يوازي ئې حق نه سوای وړلای، بلکي زوی بايد د خپل حق په مال کي قبوله کړې وای.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]