د ښځي و خاوند ته مېړه ويل کيږي، په عامه اصطلاح کي د ټولو قبيلوي حقوقو خاوند سړي ته هم مېړه ويل کيږي. د قبيلې غړی هم مېړه دئ، مثلاً وايي چي د منګلو د خنجوړي کام ټوله دونه مېړه لري. د مېړه کلمه کنايتاً د غيرتمن او زړور مفهوم هم ور کوي، مثلاً په متل کي وايي: «چي مېړونه وي، هلته کورونه وي». په شاهدۍ کي د مېړه تر نامه لاندي سړی قبول کيږي، مثلاً وايي: «درې مېړه (۱) مي شاهدان ول» يا مثلاً مرکه ورته وايي: «چي غلط مېړه دي را وستلی دئ». د مېړه په کلمه کي د قبيلې د عرفي قانون څخه د يو برخورداره فرد قبيلوي شخصيت څرګنديږي. (۱): په جنوبي قبيلو کي مېړه د مفرد او جمع په دواړو حالو کي استعماليږي، په ځينو نورو سيمو کي دغه جمع په مېړونه وايي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]